د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو محترم معین د ننګرهار ولایت د دیني مدارسو له ثانويه او مافوق ثانویه ازموینو له پروسې څارنه وکړه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۹:۲۱
6262

د ننګرهار ولایت د دیني مدارسو د طلابو ثانويه او مافوق ثانویه ازموینه مشترکه ازموینه په رسمي ډول د پوهنې وزارت اسلامي زده‌کړو معین محترم الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده او د یاد ولایت د پوهنې رئیس محترم شیخ الحدیث محمد شریف حلیمي په حضور کې پیل شوه.
د یادو ازموینو د پرانیستې په مراسمو کې، د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو محترم معین د ازموینې ګډون‌والو ته ډاډ ورکړ، چې دغه ازموینې به په بشپړ شفافیت سره ترسره او د هېچا حق به تر پښو لاندې نشي.
په ورته وخت کې، د ننګرهار ولایت پوهنې رئیس څرګنده کړه چې د همدغه ولایت د مدارسو شاوخوا ۱۵۰۰ تنو طلابو  په دې ازموینه کې برخه اخیستې او په پلان کې ده چې بریاليو ګډون‌والو ته به د ۱۲ پاس او ۱۴ پاس سندونه ورکړل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د پروان ولایت اړوندو دیني مدارسو له ازموینو بهیر څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د ثانويه او مافوق ثانويه ازموینو له پروسې څخه د څارنې، ارزونې او بیاکتنې لپاره پروان ولایت ته رسمي سفر وکړ.
نوموړي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۱۵
Background image

په سمنګان ولایت کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړولو ورکشاپ جوړ شو

د ښوونکو علمي او مسلکي کچې لوړولو په موخه، د سمنګان ولایت پوهنې ریاست  په څلورو ولسوالیو کې، د ساینس او ​​ریاضياتو ۶۰ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړولو شپږ ورځنی ورکشاپ ترسره کړ.
یا. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۰:۱۲
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین په رسمي سفر  زابل ولایت ته لاړ

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د دیني مدارسو ثانويه او مافوق ثانويه ازموینو له پروسې څخه د څارنې او یو شمېر نورو ښوونیزو او روزنیزو چارو بیاکتنې لپاره. . .

BACK TO NEWS