د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو محترم معین د ننګرهار ولایت د دیني مدارسو له ثانويه او مافوق ثانویه ازموینو له پروسې څارنه وکړه

media-moe
Sun, Dec 28 2025 9:21 AM
6262

د ننګرهار ولایت د دیني مدارسو د طلابو ثانويه او مافوق ثانویه ازموینه مشترکه ازموینه په رسمي ډول د پوهنې وزارت اسلامي زده‌کړو معین محترم الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده او د یاد ولایت د پوهنې رئیس محترم شیخ الحدیث محمد شریف حلیمي په حضور کې پیل شوه.
د یادو ازموینو د پرانیستې په مراسمو کې، د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو محترم معین د ازموینې ګډون‌والو ته ډاډ ورکړ، چې دغه ازموینې به په بشپړ شفافیت سره ترسره او د هېچا حق به تر پښو لاندې نشي.
په ورته وخت کې، د ننګرهار ولایت پوهنې رئیس څرګنده کړه چې د همدغه ولایت د مدارسو شاوخوا ۱۵۰۰ تنو طلابو  په دې ازموینه کې برخه اخیستې او په پلان کې ده چې بریاليو ګډون‌والو ته به د ۱۲ پاس او ۱۴ پاس سندونه ورکړل شي.

Latest news

Thu, Dec 04 2025 10:06 AM
Background image

Supervision of the Honorable Minister of Education over the Standardized Examinations in 10thDistrict of Kabul City

The Honorable َAlhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, visited Amani High School in Kabul City to oversee the administration of standardized examinations for students of. . .

Thu, Nov 06 2025 12:03 PM
Background image

Inauguration of 30 Construction and Renovation Projects Worth 40 Million Afghanis by the Minister of Education in Balkh Province

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, during his official visits to the northern provinces, arrived in Balkh Province and inaugurated 30 educational. . .

BACK TO NEWS