د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو محترم معین د ننګرهار ولایت د دیني مدارسو له ثانويه او مافوق ثانویه ازموینو له پروسې څارنه وکړه
د ننګرهار ولایت د دیني مدارسو د طلابو ثانويه او مافوق ثانویه ازموینه مشترکه ازموینه په رسمي ډول د پوهنې وزارت اسلامي زدهکړو معین محترم الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده او د یاد ولایت د پوهنې رئیس محترم شیخ الحدیث محمد شریف حلیمي په حضور کې پیل شوه.
د یادو ازموینو د پرانیستې په مراسمو کې، د پوهنې وزارت د اسلامي زدهکړو محترم معین د ازموینې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې دغه ازموینې به په بشپړ شفافیت سره ترسره او د هېچا حق به تر پښو لاندې نشي.
په ورته وخت کې، د ننګرهار ولایت پوهنې رئیس څرګنده کړه چې د همدغه ولایت د مدارسو شاوخوا ۱۵۰۰ تنو طلابو په دې ازموینه کې برخه اخیستې او په پلان کې ده چې بریاليو ګډونوالو ته به د ۱۲ پاس او ۱۴ پاس سندونه ورکړل شي.
