په بامیان ولایت کې د مهارتونو د ودې اوحیاتي سواد زدهکوونکو ته د تعلیمي وسایلو وېش پیل شو
د بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د حیاتي سواد د ۲۴ ټولګیو زدهکوونکو لپاره د تعلیمي وسایلو د کڅوړو وېش رسماً پیل شو.
د دې نوښت موخه د زدهکړې د کیفیت ښهوالی او د زدهکوونکو لپاره د زدهکړې د بهیر اسانتیا ده.
د بامیان ولایت پوهنې ریاست وايي، د ښوونې او روزنې د موخو د پلي کېدو لپاره یې تل هر اړخیزې هڅې کړې دي او د دغو تعلیمي کڅوړو وېش د همدې ژمنې د عملي کولو او د زدهکوونکو لپاره د لا مناسب چاپېریال د برابرولو په لور یو بل ګام دی.
