د سیرت‌النبي ﷺ د علمي سیالیو پایلې د کابل ښار په یوه ښوونځي کې اعلان شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۴:۲۰
2154

د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د استاد محمد کریم کابلي عالي لېسې زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ علمي سیالۍ پایلې د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې اعلان شوې.
په دې سیالۍ کې شاوخوا ۵۰۰ تنو زده‌کوونکو ګډون کړی و، چې پایلې یې د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې د کابل ښار پوهنې رئیس محترم مولوي جنت‌ګل عزیز، ښوونکو او زده‌کوونکو په حضور کې اعلان شوې.
د پوهنې رئیس د غونډې په پیل کې د زده‌کوونکو هڅې وستایلې او هغوی ته یې د لا زیاتې بریا دعا وکړه.
 نوموړي د سیرت‌النبي ﷺ د زده‌کړې او پیژندنې پر ارزښت هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه:“د شریعت له مخې د رسول الله ﷺ سیرت زده‌کول فرض دي او دا د خوښۍ ځای دی، چې زموږ زده‌کوونکي د عصري تعلیم تر څنګ په اسلامي روحيه هم روزل کېږي.”
ورپسې د سیالیو پایلې اعلان او بریالي زده‌کوونکي د تقدیرنامو او ډالیو په وېشلو سره وستایل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۱:۳۴
Background image

د بدخشان ولایت په اړوندو کې یو باب ښوونځی ترمیم شو

د بدخشان ولایت ارګو ولسوالۍ اړوند «دهمګس» لومړنی ښوونځی، د معارف‌دوستو خلکو او د همکارو بنسټونو له لوري ترمیم او د یادې ولسوالۍ د پوهنې مسئولینو په حضور کې په رسمي ډول بېرته ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د کابل ولایت پوهنې ریاست په ۱۴۰۴ ښوونیز کال کې څه کم ۲ نیم مېلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي

د کابل ولایت پوهنې ریاست د راپور له مخې، دغه ریاست د خپلو اړوندو ښوونځیو فارغانو ته د شهادت‌نامو او د کانکور فورمونو وېش له درکه، د ۱۴۰۴ لمریز کال له پیل څخه تر اوسه پورې، ټولټال ۲. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۵۵
Background image

ارزگان ولایت کې د تعلیمي مرکزونو جوړولو لپاره له ۱۲۰ جرېبه څخه زیاته ځمکه وقف شوه

ارزگان ولایت کې د مدارسو او ښوونځیو د ودانیو جوړولو او پراختیا په موخه، د روان ۱۴۰۴ لمریز کال له پیل څخه تر اوسه پورې، د ترینکوټ ښار او د دې ولایت د چنارتو، دهراوود، خاص ارزگان، ګیزاب. . .

BACK TO NEWS