په هرات ولایت کې له راستنېدونکو کډوالو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه
د هرات ولایت پوهنې ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال په پنځم دور ازموینه کې، له ۲۸۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت په موخه ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې د یاد ولایت پوهنې رمسئولینو په خپلو خبرو کې وویل: موږ تل هڅه کوو، ترڅو هر راستنېدونکی زدهکوونکی د وړتیا او پوهې کچې ته په پام سره تر عادلانه او منظمې ارزونې وروسته مناسبو ټولګیو ته وروپېژنو.
د چارواکو په وینا، د زده کونکو دا شمېر باید د هغه ولایت په ښوونځیو کې د اووم څخه تر یوولسم ټولګي پورې د دوی د تعلیمي کچې پر بنسټ وګمارل شي.
د یادونې وړ ده چې د ۱۴۰۴ کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې، شاوخوا ۷۳۵۰ کډوال او راستنېدونکي زدهکوونکي په پورته ذکرشوې ازموینه کې تر ارزونې وروسته ښوونځیو ته معرفي او جذب شوي دي.
