لغمان ولایت کې د ۶.۵ مېلیونه افغانیو په لګښت ۶ جریبه ځمکه یو باب مدرسې لپاره وقف شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۳:۵۸
ثق

د لغمان ولایت دولت شاه ولسوالۍ د بنګري سیمې خلکو لخوا د ۶.۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت ۶ جریبه ځمکه د انوار محمدیه مدرسې لپاره پوهنې آمریت ته ورکړل شوه.
د یادې ولسوالۍ پوهنې چارواکو له سیمه‌ییزو خلکو څخه مننه وکړه چې د اسلامي عقیدې د خدمت او پیاوړتیا لپاره یې دومره لویه قرباني ورکړې ده. 
ځایی خلکو له پوهنې ریاست څخه وغوښتل چې د پورته ذکر شوې مدرسې لپاره یوه معیاري ودانۍ جوړه کړي.
هغوی وویل: د دغې ودانۍ جوړول به شاوخوا ۲۰ مېلیونه افغانۍ لګښت ولري او دوی چمتو دي چې په دغه برخه کې خپله مالي مرسته هم وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS