په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو
د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا، د تدریس د نوې، معیاري او اغېزمنې طریقې د ترویج، د ټولګي د مدیریتي مهارتونو لوړولو او د زدهکوونکو د زدهکړې کیفیت ښه والي په موخه جوړ شوی دی.
د کابل ښار پوهنې رئیس مولوي حسیبالله صاحبزاده، د دغه شان علمي غونډو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ښوونکو د علمي او مسلکي وړتیاوو پیاوړتیا د تدریس پر کیفیت مثبت اغېز لري او د زدهکوونکو د علمي پرمختګ او استعدادونو د ودې لپاره لا مناسب فرصتونه برابروي.
