د هېواد په درېیو زونونو کې د مدرسینو مسلکي پراختیا غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو
د پوهنې وزارت اسلامي زدهکړو معینیت لخوا، د هېواد په درېیو زونونو کې د مدرسینو مسلکي پراختیا غړو د وړتیاوو لوړولو په موخه روزنیز سیمینار پیل شو.
د یادونې وړ ده چې د پلان له مخې، له شپږو زونونو څخه په درېیو (هرات، بلخ او پکتیا) کې سیمینارونه پای ته رسېدلي او اوسمهال دغه سمینارونه په پاتې درېیو نورو زونونو کې د لاندې مشرانو او مسئولینو په حضور کې پیل شوي دي:
* په ختیځ زون (ننګرهار) کې د کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو لپاره د محترم مولوي سلطان حمید په مشرۍ، چې د مدرسینو مسلکي پراختیا کارپوه دی.
* په سویلي زون (کندهار) کې د زابل، هلمند او ارزګان ولایتونو لپاره د محترم الحاج مولوي عبدالقدوس قدوسي په مشرۍ، چې د دارالعلومونو رئیس دی.
* په شمالي زون (کندز) کې د بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو لپاره د محترم مولوي عبدالغني رحیمي په مشرۍ، چې د مدرسینو مسلکي پراختیا آمر دی.
د اسلامي زدهکړو معینیت مسئولین وايي چې له دغو سمینارونو څخه یې اساسي موخه د ولایتونو د مدرسینو مسلکي او مېتودیکي وړتیاوې لوړول دي.
