د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادتنامو ریاست د ډومین سیسټم طرحې په اړه غونډه ترسره شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۸
854854

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق په مشرۍ، د نتایجو او شهادتنامو ریاست د ډومین سیسټم طرحې په اړه د اړوندو وزارتونو او ادارو د استازو په ګډون غونډه ترسره شوه.
په پیل کې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین ګډون‌والو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یادې طرحې پر اهمیت خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د اداري چارو په ترسره کولو کې دې صداقت، ژمنتیا، اسانتیا او اخلاص ته ځانګړې پاملرنه وشي.
ورپسې د نتایجو او شهادتنامو رئیس محترم مولوي عبدالقدیم محمد آخندزاده د ډومین سیسټم طرحه تشریح کړه او د یاد ریاست د کاري موخو، اوسني وضعیت، پرمختګونو او ستونزو په اړه یې معلومات وړاندې کړل. 
نوموړي زیاته کړه، چې د ډومین سیسټم طرحې تطبیق به په ملي او نړۍواله کچه د نتایجو او شهادتنامو د آنلاین تصدیق او رسولو، روڼتیا، د وخت سپما او اداري نظم په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.
په پای کې د ګډون‌والو ترمنځ د طرحې پلي کېدو په اړه هراړخیز بحثونه ترسره او د عملي کېدو په موخه یې لازمې پرېکړې وشوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۵
Background image

د پوهنې وزارت د خصوصي زده‌کړو ریاست پلاوي هرات ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د خصوصي زده‌کړو د رئیس محترم قاري عبدالباسط حقاني په مشرۍ پلاوی د خصوصي ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو د څارنې او ارزونې په موخه هرات ولایت ته ورسېد.
پلاوي د یاد ولایت له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

په لوګر کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ په باغک سیمه کې د «انوار محمدیه» دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې، د سیمه‌ییزو خلکو په مالي مرسته د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت پر نیم جریب وقف شوې ځمکه پیل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۷
Background image

د کابل ښار ښوونیزو حوزو اړوند ۱۴۴علمي غړو کړنې وارزول شوې

د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست له لوري، د کابل ښار ښوونیزو حوزو اړوند د مسلکي پراختیا ۱۴۴ علمي غړو کړنې او فعالیتونه وارزول شول، چې له ډلې یې ځینې د غوره. . .

BACK TO NEWS