د دایکنډي ولایت د ښوونځیو ښوونکو لپاره "د واکسیناسیون معافیت" په اړه د پوهاوي ورکشاپ جوړ شو
د دایکنډي ولایت پوهنې ریاست سره په همغږۍ، د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست "واکسیناسیون" په اړه د پوهاوي او معافیت دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ، د یاد ولایت د ۳۲ بابه دیني مدارسو د مدرسینو او ۳۲ تنو ملا امامانو او د حج او اوقافو د مسئولینو په حضور کې پیل کړ.
یاد پروګرام کې به د واکسیناسیون معافیت، د واکسینونو په اړه د پوهې او ټولنیز تحرک په څېر موضوعات تدریس کړي.
د دایکنډي ولایت د حج او اوقافو رئیس محترم مولوي رحمت الله قندیلي، د اسلام مقدس دین او قرآنکریم له نظره خلکو ته د خیر رسولو په اهمیت ټینګار وکړ او په رسمي ډول یې دغه پروګرام پرانیست.
