پکتیا ولایت کې د یوې دیني مدرسې لپاره نوې ودانۍ ورغول شوه
د پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ نعمانیه دیني مدرسې لپاره یوه بشپړه مجهزه ودانۍ د ۱۹۶ زره افغانیو په لګښت د یاد ولایت د یوه اوسېدونکي ملي سوداګر میرویس خان په مالي مرسته جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دغه ودانۍ چې په فرشونو او نورو اړینو وسایلو سمباله ده، په جوړېدلو سره یې د طلابو لپاره د زدهکړې سالم چاپېریال برابر شو.
د همدغې ولسوالۍ پوهنې آمریت چارواکو د میرویس خان له خدمتونو ستاینه وکړه او دا یې د نوموړي لپاره صدقه جاریه نېک عمل وباله.
