په نورستان ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ ترمیم شوه
د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د«ودهُو» منځني ښوونځي ودانۍ، د یوې همکارې ادارې په مالي مرسته د ۳.۶ مېلیونه افغانیو په لګښت ترمیم او د پوهنې چارواکو په حضور کې بیا پرانیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي تاج محمد مطمئن خلکو ته ډاډ ورکړ چې د زدهکوونکو لپاره د سالم او مناسب تعلیمي چاپېریال رامنځته کول د پوهنې وزارت له لومړیتوبونو څخه دي او د وزارت مشرتابه به هڅه وکړي چې په نورستان ولایت کې د تعلیمي مرکزونو جوړولو او بیارغونې ته لازیاته پاملرنه وکړي.
د یاد ښوونځي په بیارغونه کې د نویو درسي خونو جوړول، د چتونو او ودانۍ بیارغونه او نورې اړینې اسانتیاوې برابرول شامل دي.
