لغمان ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د څښاک پاکو اوبو شبکه جوړه شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۵:۴۳
215

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ اړوند د سالاب عالي لېسې کارکوونکو او زده‌کوونکو لپاره د څښاک پاکو اوبو برابرولو په موخه، د یادې ولسوالۍ یو تن علم پرور شخص ښاغلي اسدالله په مالي مرسته د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت د ۱۰۰ متره په ژوروالي یو حلقه څاه وکیندل شو او د پوهنې چارواکو په حضور کې په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د لغمان ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي شاه جهان ساجد د دغه هېوادوال د ستاینې ترڅنګ، له نورو، په ځانګړې توګه ملي سوداګرو او پانګوالو څخه وغوښتل چې د خپلو ماشومانو د روښانه راتلونکي لپاره د مدارسو او ښوونځيو په جوړولو کې خپله دیني او ملي ونډه واخلي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۹
Background image

د کابل ښار د ښوونځیو له مدیرانو سره علمي او مسلکي ناسته ترسره شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست لخوا د ښوونیزو چارو لا ښه تنظیم، د تعلیم کیفیت لوړولو، اداري چارو د پیاوړتیا او د ښوونځیو د مدیریت د اغېزمنتیا زیاتولو په موخه، د ښار د ۱۶ ګونو ښوونیزو ناحیو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د پوهنې ریاست اداري کارکوونکو لپاره د وړتیا لوړونې پروګرام پلی شو

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست اړوندو ۵۲ تنو اداري کارکوونکو لپاره د ادارې او مدیریت په برخه کې درې ورځنی علمي او روزنیز سیمینار پیل شو.
د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي الحاج عبدالحق حقاني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۲
Background image

د لوګر ولایت د دیني مدارسو له بې‌سرپرسته زده‌کوونکو سره د جامو مرسته وشوه

د یوې خیریه ادارې له لوري د لوګر ولایت د دیني مدارسو ۳۰ تنو بې‌سرپرسته او بې‌وزله زده‌کوونکو ته د جامو مرسته ووېشل شوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د مرستې په دې کڅوړو کې، چې. . .

BACK TO NEWS