د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۰:۵۵
sfd

دایکنډي

د دایکنډي ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي رحمت الله قندیلي د ودانیزو پروژو له یو شمېر اجرایوي چارواکو سره مشورتي غونډه وکړه او د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یې د ۱۷ بابه ښوونځیو جوړولو په اړه له یو بل سره همغږي وکړه.

غزني

د غزني ولایت پوهنې چارواکو په وینا، د یاد ولایت خواجه عمري ولسوالۍ اړوند په حمزه کلي کې د یو باب مدرسې جوړولو کارونه، چې د روان کال په پیل کې د یو علم پروره شخص لخوا پیل شوي وو، شاوخوا ۶۰ سلنه پرمخ تللي.

غور

په هغه ځمکه کې چې د غور ولایت د پسابند ولسوالۍ اوسېدونکو لخوا د جمال الدین لومړني ښوونځي لپاره ورکړل شوې وه، تر اوسه پورې څلور درسي خونې او د اوبو څاه چمتو شوی او د سیمې اوسېدونکو ژمنه کړې چې د ۱۷۰ زره افغانیو په لګښت به د دې ښوونځي ودانۍ بشپړه کړي.

هرات

د هرات ولایت فرسي ولسوالۍ د دوآب عالي لېسې لابراتوار خونه د پوهنې مسئولینو، چارواکو، ښوونکو او د لېسې د یو شمېر زده‌کوونکو په ګډون تر پرانیستنې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

میدان وردګ

یو خیرخواه وګړي د میدان وردګ په مرکز میدان ښار کې د عثمان رستم خېل لومړني ښوونځي زده‌کوونکو لپاره د تشنابونو جوړولو په موخه ۱۱۶ زره افغانۍ مرسته وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۲۳
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي د لغمان له یو شمېر ښوونیزو مرکزونو څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي، د لغمان ولایت مرکز مهترلام اړوند د روښان رشتوي لېسې او اخلاص قانع خصوصي ښوونځي له ښوونیز بهیر څخه څارنه وکړه.
 لومړی د پوهنې وزارت پلاوي د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۱۸
Background image

په پروان کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ اړوند یوې مدرسې نوې ودانۍ د علم‌پرور شخصیت حاجي عبدالجبار صدیقي په ۱۰ میلیونه افغانیو مالي مرسته، په دوو پوړونو کې جوړه او د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۱۶
Background image

په نورستان کې د یوه ښوونځي لپاره ازمېښتون پرانیستل شو

د پوهنې وزارت له لوري د نورستان ولایت مرکزاړوند «پرونز» منځني ښوونځي لپاره د عملي فعالیتونو په موخه یو ازمېښتون جوړ او پرانیستل شو.
د یاد ښوونځي مسوولینو او ښوونکو د ازمېښتون له جوړېدو. . .

BACK TO NEWS