د لوګر ولایت یوې لېسې لپاره لمریزې برېښنا سیسټم فعال او یو حلقه څاه وکیندل شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۰:۴۳
24

د لوګر ولایت محمد اغې ولسوالۍ د سفید سنګ لېسې ته د ۸۵ متره په ژوروالي د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه د علم پروره شخصیت محترم حاجي اسدالله په شخصي لګښت، د ۱۰۲ زره افغانیو په لګښت چمتو او لاسي پمپ ورباندې نصب شو.

دغه راز د عامو خلکو په مرسته د یادې لېسې لمریزې برېښنا سیسټم هم د ۶۸ زره افغانیو په لګښت فعال شو.

د پوهنې چارواکو په وینا، د یو حلقه څاه کیندلو او په دې لېسه کې د پورته ذکر شوي برېښنایي سیسټم نصبولو سره، د اوبو کمښت له امله د زده‌کوونکو ستونزه حل او د ادارې، کمپیوټرخونې، لابراتوار او درسي ټولګیو لپاره برېښنا هم چمتو شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۰
Background image

د پکتیکا ولایت له ښوونځیو سره څه د پاسه ۱.۱ مېلیون افغانۍ مرسته شوې

د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په جریان کې، د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوندو له ۳۰ بابه ښوونځیو سره د والدینو شوراګانو، سیمه‌ییزو سوداګرو، ځوانانو او نورو خیریه بنسټونو څخه ۱ مېلیون ۱۱۳ زره ۹۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

د کابل ولایت ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې او ترمیم پروژې بشپړې شوې

د کابل ولایت د چهاراسیاب او موسهي ولسوالیو د ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې پروژې د پوهنې چارواکو په حضور کې بشپړې او بیاځلې پرانیستل شوې.
په یادو پروژو کې احاطوي‌دېوالونو جوړول، رنګول،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ د ۲۴ ولسوالیو د ښوونکو مسلکي پراختیا ۱۳۸ تنو علمي غړو لپاره ۹ ورځنی روزنیز سیمینار پیل کړ.
د سیمینار په پرانیستونکې وینا کې،. . .

BACK TO NEWS