د لوګر ولایت یوې لېسې لپاره لمریزې برېښنا سیسټم فعال او یو حلقه څاه وکیندل شو
د لوګر ولایت محمد اغې ولسوالۍ د سفید سنګ لېسې ته د ۸۵ متره په ژوروالي د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه د علم پروره شخصیت محترم حاجي اسدالله په شخصي لګښت، د ۱۰۲ زره افغانیو په لګښت چمتو او لاسي پمپ ورباندې نصب شو.
دغه راز د عامو خلکو په مرسته د یادې لېسې لمریزې برېښنا سیسټم هم د ۶۸ زره افغانیو په لګښت فعال شو.
د پوهنې چارواکو په وینا، د یو حلقه څاه کیندلو او په دې لېسه کې د پورته ذکر شوي برېښنایي سیسټم نصبولو سره، د اوبو کمښت له امله د زدهکوونکو ستونزه حل او د ادارې، کمپیوټرخونې، لابراتوار او درسي ټولګیو لپاره برېښنا هم چمتو شوه.
