د پکتیکا د تعلیمي مرکزونو سپورټي لوبډلو ترمنځ د والیبال ټورنمنټ پیل شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۹:۴۴
5454

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست، په مرکز شرنه ښار کې د ۱۸ بابه ښوونځیو او مدارسو د زده‌کوونکو سپورټي لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل کړې.

د یادو سیالیو اساسي موخه د زده‌کوونکو روغتیا ته وده ورکول، د دوستۍ روحیې پیاوړتیا، د زده‌کوونکو او ځوانانو ترمنځ د مثبتو اړیکو جوړول دي.

د پکتیکا پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وویل: هڅې روانې دي چې د اسلامي او معیاري زده‌کړو سربېره د زده‌کوونکو لپاره مناسب سپورټي او صحي تفریحي چاپېریال چمتو کړي.

تمه کېږي چې دغه سیالۍ به څو ورځې دوام وکړي او په پای کې به ګټونکو لوبډلو ته ځانګړې جایزې او ستاینلیکونه ورکړل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۵
Background image

په کابل ښار پوهنی ریاست کې د بېرته راستانه شویو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په ترڅ کې د بېرته راستانه شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینو په نولسم پړاو کې، له ۳۵۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۱
Background image

د خوست ولایت پوهنې ریاست د تېرو ۳ میاشتو لاسته راوړنو لنډیز

۱. د یوې خیریه ادارې په ملاتړ د اسماعیل‌خېل مندوزي ولسوالۍ کې د ۵۵۰ زره افغانیو په لګښت ۸ درسي ټولګي جوړ شوي دي.

۲. د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ ۳۹۰ تنو ښوونکو ته د «اغېزمن تدریس. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۱:۵۶
Background image

د سرپل ولایت پوهنې ریاست څه د پاسه ۳۰۰ کسانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته

د سرپل ولایت پوهنې ریاست، د هېواد بچیانو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له شاوخوا ۳۰۰ تنو م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د یاد ولایت پوهنې مسئولینو په. . .

BACK TO NEWS