د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ د یو باب ښوونځي بیارغونې له پروسې څخه لیدنه وشوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۹:۵۵
52145

د لغمان ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي شاه جهان ساجد د پوهنې یو شمېر مسئولینو په ملتیا د علیشنګ ولسوالۍ بمبوسین منځني ښوونځي بیارغونې له پروسې څخه څارنه وکړه.

یاد ښوونځی به د پوهنې وزارت سره د یوې همکارې ادارې په مرسته د ۱ مېلیون ۵۱۰ زره ۵۲۹ افغانیو په لګښت بیارغول کېږي او د بیارغونې کارونه به یې د یوې میاشتې په اوږدو کې بشپړ شي.

د پوهنې رئیس د باکیفیته ساختماني موادو په کارولو ټینګار وکړ او له ځایي اوسیدونکو یې وغوښتل چې خپل ماشومان ښوونځيو او مدارسو ته واستوي او د مالي مرستو سربېره د ښوونځي په ساتنه او پالنه کې فعاله برخه واخلي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۰
Background image

د پکتیکا ولایت له ښوونځیو سره څه د پاسه ۱.۱ مېلیون افغانۍ مرسته شوې

د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په جریان کې، د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوندو له ۳۰ بابه ښوونځیو سره د والدینو شوراګانو، سیمه‌ییزو سوداګرو، ځوانانو او نورو خیریه بنسټونو څخه ۱ مېلیون ۱۱۳ زره ۹۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

د کابل ولایت ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې او ترمیم پروژې بشپړې شوې

د کابل ولایت د چهاراسیاب او موسهي ولسوالیو د ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې پروژې د پوهنې چارواکو په حضور کې بشپړې او بیاځلې پرانیستل شوې.
په یادو پروژو کې احاطوي‌دېوالونو جوړول، رنګول،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ د ۲۴ ولسوالیو د ښوونکو مسلکي پراختیا ۱۳۸ تنو علمي غړو لپاره ۹ ورځنی روزنیز سیمینار پیل کړ.
د سیمینار په پرانیستونکې وینا کې،. . .

BACK TO NEWS