بلخ ولایت کې د ۵ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي بیارغونې کارونه بشپړ شول

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۰:۹
189

د بلخ ولایت نهرشاهي ولسوالۍ احمد شاه مسعود عالي لېسې د بیارغونې او ترمیم چارې، چې څه موده وړاندې د پوهنې وزارت سره په همغږۍ د ۵ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې همکارې ادارې لخوا پیل شوې وې، اوسمهال د یاد ولایت پوهنې چارواکو په حضور کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

مسئولینو په خپلو ویناوو کې د دیني علومو تر څنګ د عصري علومو زده‌کړه ارزښتناکه وګڼله او له خلکو یې وغوښتل چې خپل ماشومان تعلیمي مرکزونو ته واستوي.

د یادونې وړ ده چې په دغو رغنیزو پروژو کې، د ژور څاه‌ کیندل، اوبو ټانکر نصبول، د ودانۍ او درسي خونو رنګول، د لاینونو غځول او د درسي ټولګیو د ځمکې کاشي‌کول شامل وو.

د پوهنې وزارت مشرتابه له ښوونیز نظام سره د همکارو ادارو له ملاتړ څخه قدرداني کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۲۳
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي د لغمان له یو شمېر ښوونیزو مرکزونو څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي، د لغمان ولایت مرکز مهترلام اړوند د روښان رشتوي لېسې او اخلاص قانع خصوصي ښوونځي له ښوونیز بهیر څخه څارنه وکړه.
 لومړی د پوهنې وزارت پلاوي د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۱۸
Background image

په پروان کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ اړوند یوې مدرسې نوې ودانۍ د علم‌پرور شخصیت حاجي عبدالجبار صدیقي په ۱۰ میلیونه افغانیو مالي مرسته، په دوو پوړونو کې جوړه او د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۱۶
Background image

په نورستان کې د یوه ښوونځي لپاره ازمېښتون پرانیستل شو

د پوهنې وزارت له لوري د نورستان ولایت مرکزاړوند «پرونز» منځني ښوونځي لپاره د عملي فعالیتونو په موخه یو ازمېښتون جوړ او پرانیستل شو.
د یاد ښوونځي مسوولینو او ښوونکو د ازمېښتون له جوړېدو. . .

BACK TO NEWS