لوګر ولایت کې د ښوونځیو زده‌کوونکو ته د ۳۱ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت، د کتابونو او درسي موادو وېش لړۍ پیل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۴۸
54

د لوګر ولایت د صنفي اصولو ښوونکو او زده‌کوونکو ته د ټولټال ۳۱ مېلیونه او ۴۹۳ زره افغانیو په لګښت، د درسي کتابونو او تدریسي موادو وېش بهیر، د چارواکو او پوهنې مسئولینو په حضور کې پیل شو.

په یادو درسي توکو کې د لومړنیو ښوونځیو د زده‌کوونکو لپاره د تدریسي موادو ۲۵۶۵ کڅوړې، د ښوونکو لپاره ۲۰۰۳ ځانګړې بستې، د ښوونځیو د اداري موادو ۲۵۸ کڅوړې، نور اړین توکي او د درسي کتابونو ۱۱۸ زره ۶۹۸ ټوکه شامل دي، چې د پوهنې سره د یوې همکارې ادارې لخوا چمتو شوي او ټاکل شوې ده چې په ټول ولایت کې ۲۰۰۳ تنو ښوونکو او ۵۱۳۰۰ تنو زده‌کوونکو ته ووېشل شي.

د پوهنې چارواکو په وینا؛ د دغو تعلیمي موادو وېش سره به د لومړنیو ښوونځیو تدریسي سرچینو ته د لاسرسي ستونزې حل او د هغه ولایت په محرومو سیمو کې د زده‌کړې کیفیت لاښه والي په لور یو مهم ګام پورته شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۲
Background image

د هرات ولایت پوهنې ریاست لخوا، خدماتي کارکوونکو ته د خوراکي توکو کڅوړې ووېشل شوې

یو خیریه بنسټ د هرات ولایت د مرکز په شمول انجیل او گذره ولسوالیو د ښوونځیو شاوخوا ۹۴۰ تنو خدماتي کارکوونکو ته د خوراکي توکو مرستندویې کڅوړې ووېشلې، چې په یادو بستو کې اوړه، غوړي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۵۷
Background image

برگزاری مراسم اختتامیه مسابقات حسن قرائت قرآن کریم شاگردان مدارس و مکاتب شهر کابل

 مراسم پایانی مسابقات حسن قرائت قرآن عظیم الشان میان ۱۶ تن شاگردان برتر مدارس و مکاتب شهر کابل برگزار شد.
  در این مراسم با شکوه، محترم الحاج مولوی صبغت الله وصیل، معین مالی و اداری،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۴۸
Background image

مطبوعاتي بلنليک 

د کابل ولایت پوهنې ریاست له لوري د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت، د پوهنې وزارت مسٸولینو، د کابل ولایت مقام استازو، دیني علماءکرامو، معززو مېلمنو او استادانو په حضور کې، د کابل ولايت د. . .

BACK TO NEWS