د لغمان ولایت د ۲۵ بابه ښوونځیو شوراګانو غړو لپاره د روزنیزو ورکشاپونو لړۍ په بریالیتوب سره بشپړه شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۰
21

د لغمان ولایت د مرکز او ولسوالیو ۲۵ بابه ښوونځیو د شوراګانو ۴۵۰ غړو لپاره د پوهاوي ورکشاپونه پای ته ورسېدل.

په یادو ورکشاپونو کې چې د پوهنې وزارت سره د یوې همکارې ادارې په مالي مرسته ترسره شول، د ښوونځیو شوراګانو دندې، مسئولیتونه او صلاحیتونه تدریس او تشرېح شول.

د لغمان ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي شاه‌جهان ساجد وویل، پوهنه د خلکو مهمه اداره ده چې د هغې بقا د ولس په ملاتړ پورې اړه لري او زیاته یې کړه: "پوهنه د ملت د ماشومانو د فکري او عملي زده‌کړې تر ټولو مهم ادرس دی، که موږ وغواړو خپل نسلونه په دیني او هېوادنۍ مینه سمبال کړو، نو باید د زده‌کړې لپاره یې جدي هلې ځلې وکړو."

په پای کې یو تن ګډون‌وال د نورو په استازیتوب، د مسلکي وړتیاوو لوړولو په برخه کې د داسې علمي غونډو له تنظیمولو څخه مننه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۰
Background image

د پکتیکا ولایت له ښوونځیو سره څه د پاسه ۱.۱ مېلیون افغانۍ مرسته شوې

د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په جریان کې، د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوندو له ۳۰ بابه ښوونځیو سره د والدینو شوراګانو، سیمه‌ییزو سوداګرو، ځوانانو او نورو خیریه بنسټونو څخه ۱ مېلیون ۱۱۳ زره ۹۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

د کابل ولایت ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې او ترمیم پروژې بشپړې شوې

د کابل ولایت د چهاراسیاب او موسهي ولسوالیو د ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې پروژې د پوهنې چارواکو په حضور کې بشپړې او بیاځلې پرانیستل شوې.
په یادو پروژو کې احاطوي‌دېوالونو جوړول، رنګول،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ د ۲۴ ولسوالیو د ښوونکو مسلکي پراختیا ۱۳۸ تنو علمي غړو لپاره ۹ ورځنی روزنیز سیمینار پیل کړ.
د سیمینار په پرانیستونکې وینا کې،. . .

BACK TO NEWS