د لغمان ولایت د ۲۵ بابه ښوونځیو شوراګانو غړو لپاره د روزنیزو ورکشاپونو لړۍ په بریالیتوب سره بشپړه شوه
د لغمان ولایت د مرکز او ولسوالیو ۲۵ بابه ښوونځیو د شوراګانو ۴۵۰ غړو لپاره د پوهاوي ورکشاپونه پای ته ورسېدل.
په یادو ورکشاپونو کې چې د پوهنې وزارت سره د یوې همکارې ادارې په مالي مرسته ترسره شول، د ښوونځیو شوراګانو دندې، مسئولیتونه او صلاحیتونه تدریس او تشرېح شول.
د لغمان ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي شاهجهان ساجد وویل، پوهنه د خلکو مهمه اداره ده چې د هغې بقا د ولس په ملاتړ پورې اړه لري او زیاته یې کړه: "پوهنه د ملت د ماشومانو د فکري او عملي زدهکړې تر ټولو مهم ادرس دی، که موږ وغواړو خپل نسلونه په دیني او هېوادنۍ مینه سمبال کړو، نو باید د زدهکړې لپاره یې جدي هلې ځلې وکړو."
په پای کې یو تن ګډونوال د نورو په استازیتوب، د مسلکي وړتیاوو لوړولو په برخه کې د داسې علمي غونډو له تنظیمولو څخه مننه وکړه.
