د هرات پوهنې ریاست، د مدرسینو مسلکي پراختیا غړو لپاره لارښود سیمینار جوړ کړ

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۲:۲۹
45

د هرات ولایت پوهنې ریاست له خوا "د اداري او تدریسي کتابونو تشرېح " تر سرلیک لاندې دوه ورځنی لارښود سیمینار، د عاطفې خیریه بنسټ په همکارۍ، د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د مدرسینو مسلکي پراختیا ۴۵ تنو غړو لپاره پرانیستل شو.

د یاد سیمینار د تنظیم موخه د اداري او تدریسي څانګو د منسوبینو د مسلکي وړتیاوو او پوهاوي کچې لوړول دي، تر څو په دیني مدارسو کې تعلیمي او اداري چارې په لاسمه او معیاري ډول پلې شي.

د هرات پوهنې رئیس محترم مولوي رحمت الله جابر په خپله وینا کې وویل: "دیني زده‌کړه زموږ د تعلیمي سیسټم اصلي ستنه ده. که چېرې د اسلامي زده‌کړو یو ښوونکی د کورس د منځپانګې او د هغې د پلي کولو څرنګوالي په اړه دقیقه پوهه ولري؛ نو راتلونکي نسلونه به په بشپړ ډول د دیني او ملي ارزښتونو سره وروزل شي."

نورو ویناوالو هم د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د دغه ډول تعلیمي پروګرامونو تنظیمول یې د مدرسینو د مسلکي وړتیاوو لوړولو لپاره خورا اغېزمن وبلل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۲۳
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي د لغمان له یو شمېر ښوونیزو مرکزونو څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي، د لغمان ولایت مرکز مهترلام اړوند د روښان رشتوي لېسې او اخلاص قانع خصوصي ښوونځي له ښوونیز بهیر څخه څارنه وکړه.
 لومړی د پوهنې وزارت پلاوي د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۱۸
Background image

په پروان کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ اړوند یوې مدرسې نوې ودانۍ د علم‌پرور شخصیت حاجي عبدالجبار صدیقي په ۱۰ میلیونه افغانیو مالي مرسته، په دوو پوړونو کې جوړه او د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۱۶
Background image

په نورستان کې د یوه ښوونځي لپاره ازمېښتون پرانیستل شو

د پوهنې وزارت له لوري د نورستان ولایت مرکزاړوند «پرونز» منځني ښوونځي لپاره د عملي فعالیتونو په موخه یو ازمېښتون جوړ او پرانیستل شو.
د یاد ښوونځي مسوولینو او ښوونکو د ازمېښتون له جوړېدو. . .

BACK TO NEWS