د پروان ولایت حضرت احمد مختار دارالحفاظ لپاره یو باب ودانۍ وقف شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۱۱:۴
25

د پروان ولایت جبل السراج ولسوالۍ اړوند ګذره کلي دیندارو او علم پروره اوسېدونکو، د حضرت احمد مختار دارالحفاظ لپاره، یوه دوه پوړیزه ودانۍ چې پنځه درسي ټولګي او یوه اداري خونه له ټولو اړینو آسانتیاوو سره لري او په ۲۰۰ متره مربع ځمکه کې جوړه شوې وه، ډالۍ کړه.

د پوهنې مسئولینو په وینا، د دغې ودانۍ په جوړولو ټولټال ۶۰ زره امریکایي ډالر لګښت راغلی، کوم چې د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو لخوا ورکړل شوی دی.

د پوهنې وزارت مشرتابه د پروان ولایت له اوسېدونکو څخه د همدغې ودانۍ په جوړولو کې د دوی د مرستې له امله مننه کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۵
Background image

د کابل ولایت ۳۵۰ ښوونکو ته علمي، ښوونیزه او اصلاحي برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت، د دعوت او ارشاد ریاست له لوري او د کابل ولايت پوهنې رياست په همکارۍ د ياد ولايت د موسهي، بګرامیو، خاکجبار، سروبي،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۰
Background image

په پکتیکا کې یوې مدرسې ته يو محراب جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د پکتیکا ولایت زرغون‌شهر ولسوالۍ اړوند سروریه مدرسې لپاره يو محراب جومات د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانیو مالي مرسته جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۷
Background image

په لوګر کې له ښوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې له ۲۷۴۶ تنو ښوونکو سره د ۷۴ کڅوړو درسي توکو مرسته شوې، چې ټولیز ارزښت یې ۷ زره او ۶۵۹ امریکايي ډالره دی.
یاد درسي توکي د يوې همکارې ادارې. . .

BACK TO NEWS