په لوګر ولایت کې د یوې دیني مدرسې لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۷ - ۱۲:۲۵
14

د لوګر ولایت چرخ ولسوالۍ اړوند په آبجوش کلي کې د عبدالله الماس دیني مدرسې لپاره نوې ودانۍ جوړولو چارې، د یادې ولسوالۍ د خلکو لخوا د ورکړل شوې دوه جرېبه ځمکې په ساحه کې د پوهنې مسئولینو او د یادې ولسوالۍ د خلکو په حضور کې پیل شوې.

یاده مدرسه چې اوسمهال پکې۱۶۰ تنه طلاب زده‌کړې کوي، په پلان کې ده، چې د عامو خلکو په مرسته د۲ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت سره جوړه شي، چې ودانۍ یې یوه اداري خونه او ۴ درسي خونې لري.

د پوهنې وزارت د هېواد د خلکو له مادي او معنوي ملاتړ، په ځانګړې توګه د لوګر ولایت علم پروره خلکو د اخلاص څخه مننه کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS