پوهنې وزارت کې د قرآن کریم د نزول په مناسبت پرتمینه غونډه جوړه شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۱۲:۵۳
12

نن د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت لخوا، د قرآن کریم د نزول په مناسبت پرتمینه غونډه ترسره شوه.
په یادو مراسمو کې د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس مولوي عبدالرزاق "صدیق"، د څارنې او ارزونې رئیس مفتي عبدالولي "سداد" مسئولینو، علماءکرامو او منسوبینو ګډون درلود.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ ورپسې د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس ټولو ګډون والو او مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د قرآن کریم د نزول او روژې مبارکې میاشتې د عظمت او فضیلت په تړاو هراړخیز معلومات وړاندې کړل او څرګنده یې کړه: قرآن کریم هغه کتاب دی چې پواسطه یې موږ د دنیا او آخرت بریالیتوبونو ته رسېږو.
همدارنګه نوموړي د دغه عظیم الهي کلام په بشپړې زده کړې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، پر موږ لازمه ده چې لومړی قرآن کریم زده او بیا یې په ژوند کې عملي کړو.
دغه راز د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس مفتي عبدالولي "سداد" د قرآن کریم د نزول په هکله تفصیلي خبرې وکړې او په دغه عظیم کلام باندې یې پر بشپړ عمل کولو ټینګار وکړ.
د یادو مراسمو پرمهال، یو شمېر جیدو قاري صاحبانو، د قرآن کریم د تجوید او قرائت په اړه معلومات وړاندې کړل او په خپلو ښکلو طلایي غږونو سره یې د قرآن کریم مبارک آیتونه تلاوت کړل، چې ورسره د دغه محفل فضا لاپسې ښکلې او رنګینه شوه. 
دغه مهم مراسم په مبارکې دعائیې سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۲۳
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي د لغمان له یو شمېر ښوونیزو مرکزونو څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي، د لغمان ولایت مرکز مهترلام اړوند د روښان رشتوي لېسې او اخلاص قانع خصوصي ښوونځي له ښوونیز بهیر څخه څارنه وکړه.
 لومړی د پوهنې وزارت پلاوي د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۱۸
Background image

په پروان کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ اړوند یوې مدرسې نوې ودانۍ د علم‌پرور شخصیت حاجي عبدالجبار صدیقي په ۱۰ میلیونه افغانیو مالي مرسته، په دوو پوړونو کې جوړه او د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۱۶
Background image

په نورستان کې د یوه ښوونځي لپاره ازمېښتون پرانیستل شو

د پوهنې وزارت له لوري د نورستان ولایت مرکزاړوند «پرونز» منځني ښوونځي لپاره د عملي فعالیتونو په موخه یو ازمېښتون جوړ او پرانیستل شو.
د یاد ښوونځي مسوولینو او ښوونکو د ازمېښتون له جوړېدو. . .

BACK TO NEWS