د دایکنډي ولایت پوهنې ریاست اړوند غیر فعال توکي او مالونه داوطلبۍ ته وړاندې شول

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۸ - ۱۲:۴۱
21

د دایکنډي ولایت پوهنې مسئولینو، د ولایت مقام استازو، د مالیې، اقتصاد او مستوفیت رئیسانو په حضور کې، د پوهنې ریاست اړوندو غیر فعاله توکو او مالونو د پلور په تړاو غونډه وشوه.

په یادو اجناسو کې ٤ عرادې موټرونه او ١٢١ قلمه غیر فعال توکي شامل دي.

په همدغه غونډه کې شاوخوا ۲۷ تنو داوطلبانو ګډون کړی وو، چې په پای کې له ځانګړو پړاوونو وروسته ۵ تنه د یادو توکو په پېرودلو بریالي شول.

د پوهنې مسئولينو د معلوماتو له مخې، هغه پیسې چې له دې برخې څخه د یاد ولايت پوهنې رياست بوديجې ته ولېږدول شوې، ټولټال ٢ مېليونه ٩٧ زره ٥٠٠ افغانۍ دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۰:۴۹
Background image

د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ د ښوونځیو خزاني فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خزاني فوټبال سیالۍ، چې تېره اوونۍ د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ د ۱۰ بابه لېسو د سپورټي لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، د پوهنې وزارت د بدني روزنې د چارواکو په ګډون سره پای ته ورسېدې.
په یادو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په هرات ولایت کې د یو باب دارالعلوم د زده کوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ جوړ شو

په هرات ولایت کې د غیاثیه عالي دارالعلوم د ۸۰۰ تنو څخه زیاتو زده کوونکو لپاره "په اسلام کې د حجاب ځای" په اړه تعلیمي ورکشاپ ترسره شو.
یاد پروګرام د هرات پوهنې ریاست لخوا د یوې شریکې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوې دیني مدرسې چاپېره دېوال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د پکتیکا ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د نورالهدی دیني مدرسې لپاره د ځایي خلکو په مالي مرسته، د ۲۹۰ زره افغانیو په لګښت د ۱۱۹۲ متره مربع په مساحت چاپېره دېوال جوړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شو.. . .

BACK TO NEWS