په بامیان ولایت کې د مدارسو او ښوونځیو جوړولو لپاره څه د پاسه ۶.۵ جرېبه ځمکه وقف شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱۰:۱۱
xdfgh

د باميان ولايت پوهنې مسئولين وايي، د یاد ولايت په شیبر ولسوالۍ کې د مدارسو او ښوونځيو جوړېدو لپاره د خلکو له خوا څو جرېبه ځمکه مرسته شوې ده.

دا ملکیتونه ټولټال ۶،۵ جرېبه ځمکه کېږي، کوم چې؛

- ۳.۵ جرېبه د شیبر ولسوالۍ یو تن معارف دوست شخص حاجي محمد شریف لخوا د خواجه ابدال دیني مدرسې جوړولو لپاره وقف شوې ده.

- ۳ جرېبه ځمکه د همدې ولسوالۍ د اوسېدونکو ملا عبدالحکیم وارثانو له لوري د امام اعظم (رحمه الله) مدرسې جوړولو لپاره چې په امینداب کې موقعیت لري، ځانګړې شوې ده.

- او ۳ بسوې ځمکه د شیبر ولسوالی یو تن علمي شخصیت غوث الله لخوا د سرغندک منځني ښوونځي جوړولو لپاره وقف شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې پر دې سربېره د يادې ولسوالۍ د خلکو له خوا د ښوونيزو مرکزونو بيارغونې په موخه ٩٥ زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

د پوهنې وزارت رهبري له پوهنیز نظام سره د هېواد د خلکو د مادي او معنوي ملاتړ قدرداني کوي او د بامیان ولایت علم پروره ولس له مرستو مننه کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS