نورستان ولایت کې د څه باندې ۳۰۰ تنو ښوونکو لپاره شپږ ورځنی سیمینار جوړ شو
د پوهنې د یوې ملاتړ ادارې په همکارۍ، د نورستان ولایت د ۳۰۱ تنو ښوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو شپږ ورځنی سیمینار، د یاد ولایت په مرکز پارون ښار کې د پوهنې ریاست مسئولینو او ښوونکو په حضور کې پیل شو.
د نورستان پوهنې رئیس الحاج مولوي تاج محمد مطمئن د دغه سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې د علمي او میتودیکي ناستو پر ارزښت خبرې وکړې او له ګډون والو یې وغوښتل چې د استادانو له علمي پوهې او تجربو څخه ګټه پورته کړي، ترڅو د هېواد بچیانو ته د خدمت جوګه شي.
د پوهنې وزارت رهبري، د پوهنې د ملاتړو بنسټونو له همکارۍ او ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ، د هغوی د ښوونیزو کړنو ستاینه کوي.
