د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس د خصوصي ښوونځيو د زده کوونکو له والدینو سره مشورتي غونډه وکړه

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۷ - ۱۳:۴۶
asd

د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج مولوي شهاب الدین ثاقب، په داسې حال کې چې د خصوصي ښوونځیو او د نشراتو او عامه اړیکو ریاست مسئولینو هم حضور درلود، نن د خصوصي ښوونځیو د زده کوونکو د والدینو له استازو سره په کتنه کې، د خصوصي ښوونځيو د مقررې په محوریت تفصیلي خبرې وکړې.

د مسئولینو په وینا، له دغې ناستې څخه یې اساسي موخه، د خصوصي ښوونځیو د فعالیتونو د تنظیم په اړه د زده کوونکو د والدینو د ستونزو، نظریاتو او وړاندیزونو آورېدل وو؛ تر څو د هغو په رڼا کې نوې مقرره جوړه او په ترڅ کې یې وکولی شي، چې د خصوصي ښوونځيو د ښوونکو کاري دندې مشخصې، د ښوونیزو سیمینارونو له لارې د هغوی مسلکي وړتیاوې پياوړې، د فیسونو او نورو تعلیمي خدماتو ستونزې حل او د زده کوونکو ښوونیز او روزنیز مهارتونه لاپسې پياوړې کړو.

له بلې خوا د زده کوونکو والدینو د خصوصي ښوونیزو بنسټونو د کړنو د مقرراتو د بیا کتنې او په ځانګړې توګه د زده کوونکو لپاره د مناسبو فیسونو د ټاکلو په اړه د پوهنې وزارت د رهبرۍ له پاملرنې قدرداني وکړه او ډاډ يې ورکړ، چې دغه مقرره به د پوهنې له وزارت سره په ګډه پلې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS