د کابل له عالي عربي دارالعلوم څخه ۱۹۶ تنه طالب العلمان فارغ شول

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۰:۲۴
بثقلی

نن د کابل عربي عالي دارالعلوم د طالب العلمانو د فراغت پرتمینه مراسم، د پوهنې مشرتابه، ځینو مرکزي رئیسانو، د افغانستان.ا.ا لوړ پوړو مېلمنو، پوهنې مسئولینو، علماءکرامو، طلابو او د ښوونیزو بنسټونو استاذانو په ګډون، د یوې شانداره غونډې په ترڅ کې ترسره شول. دغه پرتمینه غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ ورپسې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ، د کابل عالي عربي دارالعلوم د تعلیمي کیفیت پر لوړوالي خوښي څرګنده کړه او په ټولو ښوونیزو بنسټونو کې یې د ښوونې او روزنې پر کیفیت ټینګار وکړ. همدارنګه د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل په ټولنه کې د علماوو په مسئولیت خبرې وکړې او له فارغو طالب العلمانو یې وغوښتل، تر څو د ټولنې او راتلونکو نسلونو د سالمې روزنې په برخه کې خپلې هلې ځلې وکړي. په ورته مهال د اسلامي زده کړو معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده فارغانو ته مبارکي وویله او په خپلو خبرو کې یې د کابل عالي عربي دارالعلوم د هېواد یو مهم تعلیمي بنسټ وباله. نوموړي زیاته کړه، چې د ټولنې هراړخیز پرمختګ د علم او پوهې په ترلاسه کولو پورې تړلی دی. د یادونې وړ ده، چې د همدغه دارالعلوم د فارغانو له جملې څخه ۶۳ تنه د قرآن کریم د حفظ، ۱۰۵ تنه د دولسم او ۲۸ تنه د څوارلسم پاس په درجو فارغ شول. یاد شانداره مراسم د فارغانو پر سرونو د فضیلت پګړیو تړلو، تصدیق پاڼو وېشلو او دعائیې لوستلو سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۳:۴
Background image

په ټول هېواد کې نوی ښوونیز کال په رسمي ډول پیل وشو

د ولایتونو د پوهنې ریاستونو څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې، نوی تعلیمي کال د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنې مسئولینو، د ا/سلامي ا/مارت د ولایتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۴
Background image

په سړو سیمو او ولایتونو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال په رسمي ډول پیل شو

د ملک په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال، د پوهنې وزارت محترمې رهبرۍ، لوړو پوړو چارواکو، د افغانستان ا/سلامي ا/مارت د کابینې یو شمېر غړو، مېلمنو، علماءکرامو، استادانو، ښوونکو، زده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو اړوندو ازموینو د نه قناعت په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

د هېواد د دیني مدارسو هغو طالبان‌العلم ته چې د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو ازموینې یې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په رجب المرجب میاشتې کې ترسره کړې دي او له خپلو نمرو څخه قناعت نه لري، خبر ورکول. . .

BACK TO NEWS