پکتیا ولایت کې د ښوونځیو لپاره د ۳۱،۵ مېلیونه افغانیو په لګښت اړین ملحقات او احاطوي دېوالونه ورغول شول

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۰:۳۹
hdh

د پکتيا ولايت پوهنې رياست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د "واش" پروګرام په چوکاټ کې، د مرکز اړوند د نورانشاه لومړني ښوونځي په ګډون د ۶ بابه ښوونځيو اړین ملحقات او احاطوي دېوالونه جوړ شوي دي.، چې په رغونه یې ټولټال ۳۱،۵ مېلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

د يادو پروژو د پرانیستلو پر مهال د دغه ولایت مرستيال والي الحاج مولوي انعام الله صلاح الدين او پوهنې رئيس الحاج مولوي عبدالقيوم فاروقي د ټولنې په اصلاح کې د پوهنې پر اهميت خبرې وکړې او له خلکو يې وغوښتل، چې د هېواد له پوهنې څخه خپل مالي او معنوي ملاتړ ته لاپسې دوام ورکړي.

د سیمې خلکو د هېواد بچیانو لپاره د دیني او عصري زده کړو د زمینې برابرولو په برخه کې، د پوهنې وزارت د مشرتابه له پاملرنې مننه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۵
Background image

د کابل ولایت ۳۵۰ ښوونکو ته علمي، ښوونیزه او اصلاحي برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت، د دعوت او ارشاد ریاست له لوري او د کابل ولايت پوهنې رياست په همکارۍ د ياد ولايت د موسهي، بګرامیو، خاکجبار، سروبي،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۰
Background image

په پکتیکا کې یوې مدرسې ته يو محراب جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د پکتیکا ولایت زرغون‌شهر ولسوالۍ اړوند سروریه مدرسې لپاره يو محراب جومات د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانیو مالي مرسته جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۷
Background image

په لوګر کې له ښوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې له ۲۷۴۶ تنو ښوونکو سره د ۷۴ کڅوړو درسي توکو مرسته شوې، چې ټولیز ارزښت یې ۷ زره او ۶۵۹ امریکايي ډالره دی.
یاد درسي توکي د يوې همکارې ادارې. . .

BACK TO NEWS