د پوهنې وزارت د استخدام رئیس د هرات ولایت له یو شمېر مدارسو او ښوونځیو څخه لیدنه وکړه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۳:۲۱
kj
د پوهنې وزارت د استخدام رئیس مولوي محمد صادق «صدیقي» چې د هرات ولایت د ښوونیز او روزنیز وضعیت د تحلیل په موخه دغه ولایت ته تللی، په داسې حال کې چې د یاد ولایت پوهنې مسئولینو یې ملتیا کوله، د همدغه ولایت زنده جان ولسوالۍ ته ولاړ او هلته یې د پوهنې له آمر او د ښوونځيو له ښوونکو او علماءکرامو سره وکتل.
ورپسې نوموړي دوشنې ورځ د فریده مجید، امیر معاویه، خواجه ها او یادګار ښوونڅیو ته ولاړ او د یادو ښوونځیو ښوونیز او روزنیز وضعیت یې له نیږدې وارزاوه.
همدار راز نوموړي تېره ورځ د هغه سفر په ترڅ کې چې پښتون زرغون ولسوالۍ ته یې درلود، د یادې ولسوالۍ له پوهنې آمر او مسئولینو سره په ګډه د مولانا عبدالغفور دیني مدرسې، میرآباد، سفیدا، بکه، فشنکان او بندآباد ښوونځیو څخه لیدنه وکړه او د هغو د تدریسي چارو د ارزیابۍ سربېره یې مسئولینو ته سپارښته وکړه تر څو د هېواد بچیان په اسلامي او ملي روحیې سره وروزي.
د یادو ولسوالیو چارواکو د پلاوي سفر یو نېک ګام وباله او د پوهنې وزارت د استخدام د رئیس له سفر خخه یې خوښي څرګنده کړه.
د یادو لیدنو پر مهال د زنده جان او پښتون زرغون ولسوالیو مسئولینو خپلې ستونزې او وړاندیزونه له پلاوي سره شریک کړل، چې په حل کې یې د همکارۍ ژمنه وشوه.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۴
Background image

په جوزجان ولایت کې له ۴ جرېبه څخه زیاته ځمکه پوهنې ته وقف شوه

د جوزجان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وايي، د آقچې ولسوالۍ د «صافي» کورنۍ ۴ جرېبه او درې سوه متره مربع شخصي ځمکه چې ټول لګښت یې شاوخوا ۱۷۲ زره امریکایي ډالر اټکل شوی، د «عبدالغفور خان صافي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۰
Background image

داوطلبۍ اعلان

د کابل ښار پوهنې رياست د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره ۳۹ قلمه غير مطبوع قرطاسيه‌توکو او د پرنټر ټونرونو ته اړتیا لري.
هغه لوژستيکي-سوداګریز شرکتونه او پلورنځي چې د ياد قرارداد ترلاسه کولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۱:۳
Background image

په کندهار ولایت کې د ۱۴ بابه مدارسو او ښوونځیو د ترمیم پروژې پیل شوې

د کندهار ولایت پوهنې ریاست د ښوونیز او روزنیز بهیر لا ښه‌والي او بنسټیزو آسانتیاوو برابرولو په موخه، د ۱۴ بابه تعلیمي مرکزونو ترمیم چارې د ۷ مېلیونه او ۵۹۰ زره افغانیو په لګښت، د ۱۴۰۴. . .

BACK TO NEWS