رسنیز بلنلیک
د پوهنې وزارت په پام کې لري چې د «رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.
وخت: ۱۴۴۷/۱۰/۱۴ هـ.ق ( ۱۴۰۵/۰۱/۱۲ ل.)، چهارشنبې ورځ، د سهار ۹ بجې؛
پته: کارته چهار، غزني سرای، د سید جمال الدین افغان دارالمعلمین ته څېرمه، د پوهنې وزارت ساینس مرکز ریاست تالار؛
له درنو رسنیو او خبریالانو څخه په درنښت غوښتنه کېږي، چې د یاد پروګرام په خبري پوښښ کې له موږ سره همکاري وکړي.
په درنښت
د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست
