د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوی پنجشېر ولایت ته ولاړ

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۱۲:۴۷
sd
د مولوي محمد نعیم عمر په مشرۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوی پنحشېر ولایت ته ورسېد.
یاد پلاوي د پنجشېر ولايت له پوهنې رئيس مفتي حبيب الله نوري قتاده سره په کتنه کې، چې د دغه ولايت د پوهنې رياست يو شمېر نورو مسئولينو هم حضور درلود، د ښوونیزو پروګرامونو پر اړوندو موضوعاتو خبرې وکړې.
په پیل کې د پنجشېر پوهنې رئیس د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او په خپلو خبرو کې یې د دعوت او ارشاد د پروګرامونو د پلي کولو په برخه کې د پوهنې ریاست د کړنو یادونه وکړه.
ورپسې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي وویل، دغه ولایت ته د دوی د سفر اساسي موخه د یو تن امام او دیني مبلغ معرفي کول، د پوهنې ریاست د تدریسي نصاب څخه څارنه او د ښوونیزو بنسټونو د منسوبینو د صورت او سیرت ارزونه ده.
غونډه دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۳:۴
Background image

په ټول هېواد کې نوی ښوونیز کال په رسمي ډول پیل وشو

د ولایتونو د پوهنې ریاستونو څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې، نوی تعلیمي کال د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنې مسئولینو، د ا/سلامي ا/مارت د ولایتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د هيواد په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال د يو لړ مراسمو په ترڅ کې په رسمي ډول پیل شو

د هيواد په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال د پوهنې وزارت د محترمې رهبرۍ، لوړو پوړو مسئولینو، د افغانستان اسـ،ـلامي امـ،ـارت د کابینې د یو شمېر غړو، مېلمنو، علماء کرامو، استادانو، ښوونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو اړوندو ازموینو د نه قناعت په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

د هېواد د دیني مدارسو هغو طالبان‌العلم ته چې د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو ازموینې یې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په رجب المرجب میاشتې کې ترسره کړې دي او له خپلو نمرو څخه قناعت نه لري، خبر ورکول. . .

BACK TO NEWS