د بامیان ولایت د ښوونیزو بنسټونو د مسئولینو لپاره احصائیوي سیمینار پرانیستل شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۱۰:۴۹
efgh
د بامیان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د پوهنې ریاست د ۴۱۲ تنو مسئولینو، د کیفیت د تضمین آمریت کارکوونکو او د پوهنې آمریتونو د غړو لپاره، د ارقامو او احصائیوي معلوماتو د راټولولو په موخه د وړتیا لوړونې روزنیز سیمینار پیل شو.
ياد پروګرام د پوهنې وزارت د احصائیې او معلوماتو د رئيس مولوي بسم الله نعماني له خوا په داسې حال کې پرانیستل شو، چې پکې د ياد ولايت د پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار هم حضور درلود.
په پیل کې د بامیان ولایت پوهنې رئیس د پوهنې وزارت د احصائیې او معلوماتو رئیس ته د ښه راغلاست په ترڅ کې، د کارکوونکو د مسلکي کولو او د هغوی د وړتیاوو لوړولو په برخه کې د سیمینارونو پر اهمیت خبرې وکړې او له ګډون والو یې وغوښتل چې د یاد سیمینار له منځپانګې اعظمي ګټه واخلي.
د دغه پروګرام په دوام، د پوهنې وزارت د احصائیې رئیس هم بامیان ولایت ته د خپل پلاوي د سفر په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د دغه پروګرام اساسي موخه د پوهنې وزارت د کارکوونکو د وړتیاوو لوړول او په ادارو کې د شفاف او ځواب ویونکي سیسټم جوړول دي.
نوموړي زیاته کړه: همدغه سیمینار د یاد ولایت په ټولو ولسوالیو کې په یو وخت پیل شوی دی.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۵
Background image

د کابل ولایت ۳۵۰ ښوونکو ته علمي، ښوونیزه او اصلاحي برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت، د دعوت او ارشاد ریاست له لوري او د کابل ولايت پوهنې رياست په همکارۍ د ياد ولايت د موسهي، بګرامیو، خاکجبار، سروبي،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۰
Background image

په پکتیکا کې یوې مدرسې ته يو محراب جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د پکتیکا ولایت زرغون‌شهر ولسوالۍ اړوند سروریه مدرسې لپاره يو محراب جومات د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانیو مالي مرسته جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۷
Background image

په لوګر کې له ښوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې له ۲۷۴۶ تنو ښوونکو سره د ۷۴ کڅوړو درسي توکو مرسته شوې، چې ټولیز ارزښت یې ۷ زره او ۶۵۹ امریکايي ډالره دی.
یاد درسي توکي د يوې همکارې ادارې. . .

BACK TO NEWS