د څرخ ولسوالۍ خلکو د یو باب ښوونځي لپاره ځمکه وپېرله

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۰:۴۵
sdfgh
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسئولینو په وینا، د یاد ولایت څرخ ولسوالۍ اوسېدونکو د ۲۵۰ زره افغانیو په ارزښت، په قلعه دشت نوآباد سیمه کې د "ترین" لومړني ښوونځي لپاره یو جرېب ځمکه وپېرله او پوهنې ریاست ته یې وقف کړه.
د يادې ځمکې په بيه کې حاجي احمدزي ۱۰۰ زره افغانۍ او پاتې ١٥٠زره يې د يادې ولسوالۍ د نورو اوسېدونکو له لوري ورکړل شوې دي.
د پوهنې وزارت مشرتابه د هېواد پوهنې ته د خلکو له پاملرنې او ملاتړ څخه مننه کوي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS