د کابل ښار د يو شمېر مدارسو او ښوونځيو د سيرت النبي«صلی الله علیه وسلم» سياليو ممتاز زده کوونکي وستایل شول

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۰:۵۲
fgfds

د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني په داسې حال کې چې د لسمې ښوونیزې ناحیې آمر، مدیرانو، استادانو، علماء کرامو او د زده کوونکو والدینو هم حضور درلود، د یادې ناحیې د مدارسو او ښوونځیو د څلورم تر دولسم ټولګي د سیرت النبي «صلی الله علیه وسلم» سیالیو ممتاز زده کوونکي وستایل.

په پیل کې د پوهنې رئیس د بشریت د ستر لارښود حضرت محمد «صلی الله علیه وسلم» ښو اخلاقو، سلوک او نېکو کړنو ته په اشارې سره ځوانانو ته لارښوونه وکړه، چې د ګران پیغمبر «صلی الله علیه وسلم» تګلاره تعقیب او په خپل ژوند کې یې پلې کړي.

په پای کې ۴۰ تنه ممتاز زده کوونکي چې په یادو سیالیو کې یې غوره نمرې ترلاسه کړې وې، د کابل ښار پوهنې ریاست د رهبرۍ له خوا په ډالیو وویاړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS