په کونړ ولایت کې د ۱۱ مېلیونه افغانیو په ارزښت د یو ښوونځي د ودانۍ رغولو چارې پیل شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۱۱:۱۷
hfgds

د کونړ ولایت څوکۍ ولسوالۍ اړوند " په زوړ کلي کې" د یو باب لومړني ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه.

به یادو مراسمو کې د کونړ ولایت د مقام مرستیال الحاج مولوي عبدالله حقاني، پوهنې رئیس مولوي محب الله حیدري، علماء کرامو او د خلکو استازو حضور درلود.

ټاکل شوې ده، د ښوونځي دغه ودانۍ په ۱.۵ جرېبه ځمکه کې د پوهنې سره د همکار بنسټ په مالي مرسته جوړ شي، چې ۴ درسي ټولګي، دوه اداري خونې او نور اړین ملحقات به ولري.

د پوهنې رياست د مسئولينو په وينا، د یاد ښوونځي په جوړېدو سره به د زوړ کلي ۳۳۰ تنو ماشومانو ته د زده کړو زمينه برابره شي.

د ياد کلي اوسېدونکو په خپله سیمه کې د ښوونځي پر جوړېدو خوښي څرګنده او د پوهنې وزارت له مشرتابه يې مننه او قدرداني وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۵
Background image

د کابل ولایت ۳۵۰ ښوونکو ته علمي، ښوونیزه او اصلاحي برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت، د دعوت او ارشاد ریاست له لوري او د کابل ولايت پوهنې رياست په همکارۍ د ياد ولايت د موسهي، بګرامیو، خاکجبار، سروبي،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۰
Background image

په پکتیکا کې یوې مدرسې ته يو محراب جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د پکتیکا ولایت زرغون‌شهر ولسوالۍ اړوند سروریه مدرسې لپاره يو محراب جومات د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانیو مالي مرسته جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۷
Background image

په لوګر کې له ښوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې له ۲۷۴۶ تنو ښوونکو سره د ۷۴ کڅوړو درسي توکو مرسته شوې، چې ټولیز ارزښت یې ۷ زره او ۶۵۹ امریکايي ډالره دی.
یاد درسي توکي د يوې همکارې ادارې. . .

BACK TO NEWS