د پوهنې وزارت د مالي او حسابداري ریاست پلاوی بلخ ولایت ته په رسمي سفر ولاړ

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۰:۴۶
sdfg

د پوهنې وزارت د مالي او حسابداري ریاست څخه یو درې کسیز پلاوی، د افمیس سیسټم فعالولو په موخه بلخ ولایت ته ورسېد.

پلاوي د یاد ولایت له پوهنې رئیس مفتي محمد شریف عثماني سره په لیدنه کې د خپل سفر اساسي موخه، د افمیس سیسټم پرانیستنه، پوهنې ریاست لپاره د ځانګړي مالي او حسابداري پروګرام جوړول، دیاد ریاست د لګښتونو راپور ترلاسه کول او د پوهنې د کارکوونکو د معاشونو د ستونزو حل وباله.

له بلې خوا د ياد ولايت پوهنې رئيس له ورغلي پلاوي څخه د هرکلي پر مهال، له خپل لوري د لازمو آسانتياوو برابرولو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۵
Background image

د کابل ولایت ۳۵۰ ښوونکو ته علمي، ښوونیزه او اصلاحي برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت، د دعوت او ارشاد ریاست له لوري او د کابل ولايت پوهنې رياست په همکارۍ د ياد ولايت د موسهي، بګرامیو، خاکجبار، سروبي،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۰
Background image

په پکتیکا کې یوې مدرسې ته يو محراب جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د پکتیکا ولایت زرغون‌شهر ولسوالۍ اړوند سروریه مدرسې لپاره يو محراب جومات د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانیو مالي مرسته جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۷
Background image

په لوګر کې له ښوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې له ۲۷۴۶ تنو ښوونکو سره د ۷۴ کڅوړو درسي توکو مرسته شوې، چې ټولیز ارزښت یې ۷ زره او ۶۵۹ امریکايي ډالره دی.
یاد درسي توکي د يوې همکارې ادارې. . .

BACK TO NEWS