د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین د کابل ولایت له پوهنې ریاست څخه لیدنه وکړه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۰:۵۸
951

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق د اداري او تدریسي وضعیت ارزونې په موخه، د کابل ولایت پوهنې ریاست ته ولاړ او د یاد ریاست له بېلابېلو څانګو څخه یې د لیدنې سربېره له مسئولینو او آمرینو سره له نږدې وکتل.

د پوهنې وزارت معین مسئولینو او کارکوونکو ته لارښوونه وکړه، چې ورسپارل شوې دندې په صادقانه توګه ترسره او د هېواد بچیانو لپاره د زده کړو آسانتیاوې برابرې کړي.

همدارنګه نوموړي له اړونده چارواکو سره د ځینو ستونزو لکه: د پوهنې ریاست لپاره د مناسبې ودانۍ نشتوالی او د اداري اسنادو خوندي کولو لپاره د الماریو په تړاو نظرونه تبادله او د حل په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۵
Background image

د کابل ولایت ۳۵۰ ښوونکو ته علمي، ښوونیزه او اصلاحي برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت، د دعوت او ارشاد ریاست له لوري او د کابل ولايت پوهنې رياست په همکارۍ د ياد ولايت د موسهي، بګرامیو، خاکجبار، سروبي،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۰
Background image

په پکتیکا کې یوې مدرسې ته يو محراب جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د پکتیکا ولایت زرغون‌شهر ولسوالۍ اړوند سروریه مدرسې لپاره يو محراب جومات د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانیو مالي مرسته جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۷
Background image

په لوګر کې له ښوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې له ۲۷۴۶ تنو ښوونکو سره د ۷۴ کڅوړو درسي توکو مرسته شوې، چې ټولیز ارزښت یې ۷ زره او ۶۵۹ امریکايي ډالره دی.
یاد درسي توکي د يوې همکارې ادارې. . .

BACK TO NEWS