د لغمان ولایت پوهنې ریاست په انګړ کې یو محراب جومات جوړېږي

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۴:۳۹
نت

 د لغمان ولایت د والي شيخ شېراحمد حقاني او پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد له لوري، د یاد ولايت پوهنې رياست انګړ کې د یو محراب جومات بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د پوهنې رئيس په وينا، ياد جومات به په ١٤٣ متره مربع ځمکه کې جوړ شي، چې د شاوخوا ٢٠٠ تنو لمونځ کوونکو ظرفيت به ولري.
نوموړي دغه راز زياته کړه، د همدغه جومات د جوړېدو لګښت يو مېليون افغانۍ اټکل شوى، چې د یاد ولايت د یو تن ديني عالم حاجي عبدالوکيل رسولي له خوا ورکول کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۳۲
Background image

د لوګر ولایت د ۲۸۸ بابه ښوونځیو لپاره د درسي کتابونو وېش لړۍ پیل شوه

د لوګر ولایت پوهنې ریاست پورې اړوندو ۲۸۸ بابه ښوونځیو لپاره د ۳۱ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت، د ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره د کتابونو او درسي موادو وېش پروسه پیل شوه.

یاد کتابونه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۳۰
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو "اوونیز راپور"

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم مولوي جمعه خان "سروري" په لارښوونه، تېره اوونۍ د یاد ریاست یو څارنیز ټیم، د کابل ښار پنځمې تعلیمي ناحيې اړوند ۵بابه رسمي او خصوصي ښوونځیو له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۲۳
Background image

د کابل ښار اړوندو ښوونځيو د بدني زده‌کړې روزونکو لپاره سیمینار پای ته ورسېد

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست، د کابل ښار د بدني روزنې ښوونکو د سپورټي وړتیاوو لوړولو په موخه، د ښوونځیو ۳۰ تنو ښوونکو لپاره د والیبال او فوټسال برخو کې یو روزنیز سیمینار. . .

BACK TO NEWS