پوهنیز نظام سره د خلکو د مرستو په تړاو څو ولایتي خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ - ۱۰:۳۷
852
لوګر:
د لوګر ولایت یو تن ملي سوداګر الحاج محمد اکبر اتل، د یاد ولایت مرکز پل علم ښار اړوند د کوچیانو په لېسه کې د ۷۰ زره افغانیو په ارزښت د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه وکینده او هم یې د اوبو رسولو تخنیکي سیسټم چمتو او فعال کړ.
پکتیکا:
د پکتيکا ولايت د بکخېلو ولسوالۍ عامو خلکو په خپل شخصي (۷۰ زره) افغانیو لګښت سره د هاشميه لېسې د زده کوونکو لپاره یو باب کمپيوټر خونه جوړه او فعاله کړه.
همدارنګه د یادې لېسې کتابتون هم د عامو خلکو له خوا فعال او د زده کوونکو پرمخ ګټې اخیستنې ته چمتو شو.
د مسئولينو د معلوماتو له مخې، په هاشمیه لېسه کې ټولټال ٢٠٠٠ تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS