د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري اصلاحي غونډه ترسره شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۱۴:۴۵
sgdfs

په هغه اصلاحي غونډه کې چې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئيس الحاج مولوي جمعه خان سروري په مشرۍ جوړه شوې وه، پکې د پوهنې وزارت چارواکو، د مرکزي ادارو رئيسانو، د څانګو مسئولينو او کارکوونکو ګډون درلود.

غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه؛ ورپسې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئيس حاضرينو ته ښه راغلاست ووايه او د اسلام د سپېڅلي دين په ارزښت او اهمیت د خبرو ترڅنګ، د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد «صلی الله عليه وسلم » په سلوک، کړنو او سنتو يې خبرې وکړې او د پوهنې وزارت کارکوونکو ته یې لارښوونه وکړه، تر څو په خپلو ورځنیو دندو چارو کې د اسلامي شریعت احکام په بشپړ ډول پلي کړي.

همدارنګه نوموړي د افغانستان.ا.ا. د عالي مشرتابه فرمانونه د پوهنې وزارت کارکوونکو ته تشرېح کړل او له ټولو کارکوونکو يې وغوښتل، چې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) له سنتو سره سم خپل صورت او سیرت برابر او پینځه وخته لمونځونه په جماعت سره اداء کړي.

په پای کې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس د یاد وزارت ټولو کارکوونکو ته توصیه وکړه، تر څو په ورسپارل شوي امانت کې خیانت ونه کړي او خپلې ورسپارل شوې دندې په پوره امانتدارۍ سرته ورسوي، خپل دین او هېواد ته د قدر وړ خدمتونه ترسره کړي.

غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۶
Background image

په لوګر ولایت کې د ۴۹  بابه ښوونځیو بیارغونې چارې بشپړولو ته نږدې شوې

د لوګر ولایت پوهنې ریاست اعلان کړی چې په یاد ولایت کې د ۴۹ بابه ښوونځیو د ودانیو او اړوندو ملحقاتو بیارغونې ۹۸ سلنه چارې بشپړې او ټاکل شوې ده، چې ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د غور ولایت په مرکز کې د سوادزده‌کړې ټولګی جوړ شو

د بې‌سوادۍ کچې راکمولو په موخه، د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوند «دره‌قاضي» په سیمه کې د سوادزده‌کړې یو ټولګی جوړ شو.
د پوهنې مسئولینو په وینا، د دغه صنف په جوړېدو سره ۳۰ تنو بې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۲:۳۹
Background image

بامیان ولایت کې د څه کم ۱۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو شمېر تعلیمي مرکزونه ترمیم او بیارغول شوي

د بامیان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وایي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د سیغان او یکاولنګ نمبر ۱ ولسوالیو اړوند ۳۲ بابه مدارسو او ښوونځيو د ترمیم چارې او د ۳ بابه 
نویو ښوونځیو. . .

BACK TO NEWS