په هلمند ولایت کې د ښوونځیو زده کوونکو ته د تدریسي موادو مرسته وشوه
د هلمند ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد عوض انصاري وویل: په دې وروستیو کې د یاد ولایت د پوهنې یوې ملاتړې ادارې له لوري د زده کوونکو او ښوونکو لپاره د درسي موادو په ګډون د یو اندازه تدریسي توکو مرسته وشوه او په پام کې ده، دغه ښوو نیز توکي د یاد ولایت د ښوونځیو ښوونکو او زده کوونکو ته ووېشل شي.
په همدغو درسي موادو کې ۷۳۱ بستې قرطاسیه او ۲۶۹ کڅوړې درسي توکي شامل دي.
