په لوګر ولایت کې د تقویتي ټولګیو ښوونکو او زدهکوونکو ته درسي مواد ووېشل شول
د لوګر ولایت پوهنې ریاست په مرکز پلعلم ښار او ولسوالیو کې د ۲۰ بابه تقویتي ټولګیو ۲۰ تنو ښوونکو او ۶۰۰ تنو زدهکوونکو ته درسي مواد توزیع کړل.
په دې درسي موادو کې د ښوونکو ته ۵ قلمه او زدهکوونکو ته ۱۰ قلمه اړین درسي توکي مواد شامل دي، چې د پوهنې وزارت لخوا د پورته ذکر شویو ټولګیو ښوونکو او زدهکوونکو ته د ښوونیزو اسانتیاوو برابرولو په موخه وېشل شوي دي.
