ولایتونو څخه د پوهنې څو لنډ خبرونه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱ - ۹:۴۵
sadf

خوست:

د خوست ولایت پوهنې ریاست مسئولینو د یاد ولایت سپېرې ولسوالۍ اړوند اوښنګ مرکزي لېسې د بیارغونې له چارو څخه لیدنه وکړه او د هغو کاري کیفیت یې ښه وارزاوه.

د یادولو ده، چې د همدغه ښوونځي ودانۍ د یوهمکار بنسټ په مرسته بیاورغول شوه.

کندوز:

د کندوز ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي فخرالدین نقشبندي، د خصوصي ښوونځیو د تعلیمي او تدریسي وضعیت په اړه د یاد ولایت له پوهنې مسؤلینو سره وکتل.

فراه:

د فراه ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي اختر محمد زعیم، د یاد ولایت د مرکز چهارباغ کلي له علماوو، قومي مخورو او سپین ږیرو سره په کتنه کې د ښوونیزو بنسټونو د پوهنیزو ستونزو په اړه خبرې وکړې او د یادو ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

بغلان:

څه موده وړاندې د بغلان ولايت مرکز پلخمري ښار د ښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ د ا.مارت پېژندنې سيالۍ ترسره شوې، چې په پایله کې یې د یاد ولایت پوهنې ریاست له لوري ۲۰ تنو ممتازو زده کوونکو ته د هغوی د هڅونې په موخه ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS