د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د پوهنې وزارت له سرپرست سره وکتل

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۹ - ۱۴:۳۵
455

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ نداء محمد ندیم د یاد وزارت مالي او اداري معین حافظ محمد حامد حسیب په ملتیا، د پوهنې وزارت له سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا سره وکتل.

په پیل کې د پوهنې وزارت سرپرست د لوړو زده کړو وزارت سرپرست او ورسره معین ته ښه راغلاست ووایه؛ ورپسې دواړو لورو د مدارسو د راتلونکو ګډو آزموینو پر څرنګوالي، د پوهنیز کیفیت لوړوالي، د دواړو وزارتونو ترمنځ د دوه اړخیزه همکاریو او همغږیو رامنځته کولو په تړاو لازمې مشورې ترسره او نظرونه تبادله کړل.

په پای کې دواړو مشرانو دغه ډول ناستې د همغږۍ په پیاوړتیا کې مهمې وبللې او پر دوام یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS