د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس له لوري د کابل ولایت په ولسوالیو کې د پوهنې آمریتونو تشکیلاتي کمښت په نمونوي توګه وارزول شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۸ - ۱۴:۱۵
21

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس مفتي عبدالحلیم حلیمي، د مرکز او ولایتونو د پوهنې آمریتونو د تدریسي او اداري څانګو د تشکیلاتي نیمګړتیاوو ارزونې په موخه، د کابل ولایت شکردره، کلکان، میربچه کوټ او قره باغ ولسوالیو ته ولاړ او د یادو ولسوالیو د پوهنې تشکیلاتي جوړښت یې په نمونوي توګه وارزاوه.

همدارنګه نوموړي د يادو ولسواليو د پوهنې له مسئولينو سره د ليدنو کتنو په ترڅ کې، د اداري او تدريسي تشکیلاتي جوړښت په اړه مفصلې خبرې وکړې.

په پام کې ده، چې په راتلونکي کې د اداري چارو د پرمختګ او تدریسي کیفیت لاښه والي په موخه، به د مرکز سربېره د ولایتونو پوهنې آمریتونو ارزونې هم ترسره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS